پرتګال په عامه ځایونو کې د برقع او مخ پټوونکو جامو اغوستل منع کړل

پرتګال هم په رسمي ډول هغو هېوادونو سره یوځای شو چې په عامه ځایونو کې یې د برقع او د مخ پټوونکو جامو اغوستل منع کړي دي.

د دغه هېواد ولسمشر انتونیو خوزه سېګورو د سه‌شنبې په ورځ هغه قانون لاسلیک کړ چې ځايي رسنیو ورته د «برقع قانون» نوم ورکړی دی.

سېګورو ویلي، مخ باید د انسان د هویت او اړیکو مهمه برخه وبلل شي.

د قانون له مخې، په عامه ځایونو کې د داسې جامو اغوستل منع دي چې د یوه کس مخ پټوي او پېژندنه یې ستونزمنوي.

سرغړوونکو ته له ۱۵۰ تر ۳۰۰۰ یورو پورې جریمه ټاکل شوې ده؛ خو د روغتیايي، مسلکي، هنري او هوايي شرایطو له امله د مخ پټولو لپاره استثناوې شته.

دغه استثناوې پر عبادت ځایونو، ډیپلوماتیکو استازولیو او الوتکو هم پلي کېږي.

قانون همداراز د جنسیت، دین، عمر یا توکم له امله پر خلکو د مخ پټولو جبري کول منع کړي دي.

دغه قانون د ښي اړخي ګوند «چېګا» له خوا وړاندې شوی او د جولای په میاشت کې د واکمن ښي اړخي ائتلاف او یو شمېر ښي اړخو ګوندونو په ملاتړ د پرتګال په پارلمان کې تصویب شو، خو کیڼ اړخو ګوندونو ورسره مخالفت کړی دی.

د پرتګال د وکیلانو ټولنې، د څارنوالۍ عالي شورا او د ښځینه وکیلانو ټولنې هم پر قانون نیوکې کړې او د اساسي قانون له ځینو مادو سره یې د احتمالي ټکر په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

سوسیالیست ګوند او نورو کیڼ اړخو ډلو خبرداری ورکړی چې دغه قانون ښايي اسلام‌هراسي او د لږکیو پر وړاندې د کرکې او تاوتریخوالي زمینه زیاته کړي.

له ۲۰۱۱ کال راهیسې د فرانسې، بلجیم، بلغاریا، اتریش، هالنډ، ډنمارک، سویس او ناروې په ګډون یو شمېر اروپايي هېوادونو هم په عامه ځایونو کې د مخ پټوونکو جامو پر اغوستلو بندیزونه لګولي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا