پزشکیان: امریکا او اسرائیل په ایران کې د اختلافونو رامنځته کولو هڅې کوي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، امریکا او اسرائیل د ایران پر وړاندې له پوځي اقداماتو وروسته اوس په دغه هېواد کې د اختلافونو رامنځته کولو هڅې کوي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، پزشکیان ویلي چې امریکا او اسرائیل د ایران پر وړاندې په پوځي اقدام کې خپلو موخو ته نه دي رسېدلي او اوس هڅه کوي چې د ایران کورني اختلافونه پراخ کړي.

نوموړي ټینګار کړی چې ایران به د دغو هڅو پر وړاندې هم خپل یووالی وساتي او د هېواد د ثبات لپاره به ګډې هڅې دوام ولري.

پزشکیان تر دې وړاندې هم ویلي چې د ایران خلک د هېواد پر وړاندې د بهرنیو فشارونو پر مهال متحد پاتې شوي او له خپل هېواد څخه یې ملاتړ کړی دی.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په نیویارک کې د منځګړو هېوادونو له استازو سره د جګړې د درولو او د خبرو اترو د دوام په اړه خبرې کړې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا