پزشکیان: د بندیزونو د دوام په صورت کې به ایران متقابل اقدامات وکړي

پر ایران د امریکا د اقتصادي فشارونو او بندیزونو په دوام، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د واشنګټن دغه اقدامات غندلي او د بندیزونو پای ته رسېدو غوښتنه یې کړې ده.
پزشکیان ویلي، د امریکا بندیزونو د ایران صادرات او واردات له ۲۵ تر ۳۵ سلنې پورې کم کړي او که دغه وضعیت دوام وکړي، د توکو بیې هم لوړېدای شي.
هغه ټینګار کړی چې امریکا باید خپلو ژمنو ته ژمنه پاتې شي او پر اسرائیلو فشار راوړي، څو په لبنان کې بریدونه پای ته ورسېږي.
د ایران ولسمشر خبرداری ورکړی، که اقتصادي فشارونه او بندیزونه دوام وکړي، تهران به هم متقابل اقدامات ترسره کړي.
تر دې وړاندې د ایران بهرنیو چارو وزارت هم پر هېواد لګېدلي امریکايي بندیزونه غندلي او له نړۍوالو هېوادونو یې غوښتي وو چې د دغو بندیزونو او اقتصادي فشارونو د عملي کېدو مخه ونیسي.
په وروستیو کې امریکا پر ایران یو شمېر نوي بندیزونه هم لګولي دي.

