پزشکیان: له امریکا سره پر خبرو نور باور نه لرو

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، تهران نور له امریکا سره پر خبرو باور نه لري.

نوموړي الجزیرې ته ویلي، له وروستیو خبرو وروسته پر ایران بریدونه وشول او ورپسې بندیزونه هم ولګېدل.

پزشکیان دغه څرګندونې په داسې مهال کړې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران هغه وړاندیز رد کړی چې له مخې یې ټاکل شوې وه هرمز تنګی په اوو ورځو کې بېرته پرانیستل شي.

بلخوا، ټرمپ ویلي چې د ایران د اوربند وړاندیز یې نه دی منلی او د نوموړي په وینا، له امریکا سره تر منځ‌مهالو ټاکنو وروسته به پر ایران پوځي اقدام وشي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا