په افغانستان کې د سمنټو پر شپږو سترو کارخونو ۷۷۵ میلیونه ډالره پانګونه کېږي

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، اوسمهال په هېواد کې د سمنټو پر شپږو سترو کارخونو ۷۷۵ میلیونه ډالره پانګونه کېږي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، دغه کارخونې په سمنګان، جوزجان، پروان، لوګر، هرات او کندهار ولایتونو کې جوړېږي او له بشپړېدو سره به یې افغانستان هره ورځ شاوخوا ۱۶ زره او ۷۵۰ ټنه سمنټ تولید کړي.
مسوولین وايي، د دغو پروژو په بشپړېدو سره به نږدې ۲۵ زره کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شي او افغانستان به له سمنټو واردوونکي هېواد څخه پر صادرونکي هېواد بدل شي.
وزارت زیاتوي، د سمنټو کورني تولید پراختیا به د اقتصادي ودې، ودانیزو چارو د چټکتیا او کورني صنعت د پیاوړتیا ترڅنګ، هېواد د سمنټو په برخه کې ځانبساینې ته نږدې کړي.

