په ننګرهار کې د دوو کورنیو ۹ مرګونې دښمني پای ته ورسېده

د ننګرهار ولایت د بهسود ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه اوږدمهاله دښمني پای ته ورسېده چې له امله یې ۹ کسان وژل شوي وو.

د کورنیو چارو وزارت ویلي، دغه شخړه د بهسود ولسوالۍ د دعوت او ارشاد مشورتي شورا، دیني عالمانو او قومي مخورو د پرله‌پسې هڅو په پایله کې هواره شوه او دواړو لورو یو بل ته بښنه وکړه.

وزارت زیاتوي، د افغانستان اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې لسګونه ورته قومي او کورنۍ شخړې د جرګو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب حل شوې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا