په کندز کې د درې زره واحده استوګنیز ښارګوټي جوړېږي

د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت خبر ورکړی چې د پانګونې بینالوزارتي کمېټې په نوبتي غونډه کې د کندوز ولایت د ابدان دښتې په سیمه کې د درې زره واحده استوګنیز ښارګوټي د جوړولو طرحه وڅېړل شوه.
یاد معاونیت ویلي، طرحه د لا هراړخیزې تخنیکي او مالي ارزونې لپاره ځانګړې کمېټې ته سپارل شوې، څو خپل راپور په ټاکلي وخت کمېټې ته وړاندې کړي.
د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، د دغه استوګنیز ښارګوټي طرحه د اړتیا، اقتصادي ارزښت او ښاري پراختیا له پلوه مهمه بلل شوې او له بشپړې ارزونې وروسته به د عملي کېدو په اړه وروستۍ پرېکړه وشي.
تمه ده د دې ډول پروژو پلي کېدل د استوګنې اسانتیاوو له پراختیا، پانګونې او اقتصادي ودې سره مرسته وکړي.

