په کویټ کې د افغانستان سفارت اسلامي امارت ته سپارل شوی

د طلوعنیوز د راپور له مخې، سرچینو ویلي چې په کویټ کې د افغانستان سفارت اسلامي امارت ته سپارل شوی دی، چې دا اقدام د دواړو لورو ترمنځ د اداري او ډیپلوماټیکو بدلونونو د لړۍ یوه برخه بلل کېږي.
د معلوماتو له مخې، شفیق خطیب د دغه سفارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی. نوموړی تر دې مخکې په بهرنیو چارو وزارت کې د قونسلي چارو او سرحدونو د رییس په توګه دندې ترسره کړې او د ډیپلوماټیکو چارو په برخه کې تجربه لري.
سرچینې زیاتوي چې د دغه بدلون موخه د سفارت د چارو عادي کول او د قونسلي خدمتونو د بهیر منظمول دي، څو په کویټ کې مېشت افغانان له اسانتیاوو برخمن شي او د سفارت چارې په اغېزمن ډول پر مخ ولاړې شي.
تر اوسه د کویټ رسمي اړخ له خوا په دې اړه کومه تفصیلي اعلامیه نه ده خپره شوې، خو دا موضوع د دواړو هېوادونو د اړیکو په چوکاټ کې د مهم پرمختګ په توګه ارزول کېږي.

