په یونان کې د وژنې قضیې تورن افغان محکمې ته حاضر شو

یو افغان وګړی، چې په یونان کې د یوې سکاټلنډۍ مرستندویې ښځې د وژنې په قضیه کې تورن دی، د آتن ابتدائیه محکمې ته حاضر شوی دی.
د راپورونو له مخې، ۲۶ کلن شریف احمدزی، چې د سوکوهنې ورزشکار هم دی، د چهارشنبې په ورځ د آتن د ابتدائیه محکمې د څارنوالۍ دفتر ته ولېږدول شو، څو د قضیې اړوند قانوني بهیر تعقیب شي.
د معلوماتو له مخې، د سکاټلنډۍ مرستندویې الیزابت جین راس جسد د جولای په ۱۸مه د آتن ښار په یوه پرېښودل شوې ودانۍ کې دننه په یوه بکس کې موندل شوی و.
یوناني چارواکو شریف احمدزی د قصدي قتل، غلا او د وسلو اړوندو جرمونو په تور نیولی دی.
تر اوسه محکمې وروستۍ پرېکړه نه ده کړې او د قضیې حقوقي څېړنې روانې دي.

