پولیسو د ټیکټاکرې «ګیلهمنې» د وژنې په قضیه کې د هغې پلار او ورور تورن کړي

د پاکستان په راولپنډۍ کې پولیسو ویلي، د مشهورې ټیکټاکرې شمسو بيبي، چې په «ګیلهمنه» مشهوره وه، د وژنې په تړاو یې پنځه کسان نیولي دي.
په نیول شویو کسانو کې د نوموړې پلار، ورور، د تره زوی، د پلار کاکا او د تره لمسی شامل دي.
د پولیسو چارواکي طارق محبوب یوې خبري غونډې ته ویلي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې د شمسو بيبي پلار او ورور د نورو خپلوانو په مرسته د نوموړې د وژلو پلان جوړ کړی و.
د هغه په وینا، پولیسو د قضیې په تړاو تر سلو ډېرو امنیتي کمرهيي ویډیوګانو کتنه کړې او له بېلابېلو معلوماتي سرچینو یې هم کار اخیستی دی.
پولیس وايي، د لومړنیو څېړنو له مخې شمسو بيبي ښايي د کورني عزت یا پت په تړاو وژل شوې وي، خو د قضیې بشپړېدو لپاره لا هم څېړنې روانې دي.
د پولیسو په وینا، نیول شویو کسانو هڅه کړې وه چې قضیه بل ډول وښيي، خو ترلاسه شوو شواهدو پولیس دې پایلې ته رسولي چې د نوموړې د وژنې په پلان کې یې لاس درلود.
شمسو بيبي تېره اوونۍ د راولپنډۍ په ټېکسلا سیمه کې په یوه وسلهوال برید کې ووژل شوه.
د پولیسو په لومړني ثبت شوي راپور کې راغلي چې نوموړې ته یوه کس ټیلیفون کړی و او له کوره یې د وتلو غوښتنه کړې وه.
د راپور له مخې، شمسو بيبي وروسته له خپلې خور او ورور سره د پلار کور ته روانه شوه، خو فیصل ټاون ته نږدې دوو موټرسایکلسپرو د هغې پر موټر ډزې وکړې.
یوه مرمۍ نوموړې پر غاړه لګېدلې او په ځای یې ژوند له لاسه ورکړی دی.
په پېښه کې یې ورور او خور هم ټپیان شوي وو.
پولیس وايي، په لومړیو څېړنو کې یو مشکوک کس هم نیول شوی و چې نوموړې ته یې تر برید مخکې ټیلیفون کړی و.
د شمسو بيبي ورور رحمتالله تر دې وړاندې ویلي وو چې ښايي د نوموړې وژنه د پیسو د راکړې ورکړې له یوې معاملې سره تړاو ولري.
هغه ویلي وو چې شمسو بيبي درې ماشومان لرل او له مور او پلار جلا په اسلاماباد کې اوسېده.
پولیسو ویلي، د قضیې په اړه نورې څېړنې روانې دي او د ترلاسه شوو شواهدو پر بنسټ به نور جزییات هم څرګند شي.

