چین کې روباټونه روباټونه جوړوي

چین د انساننما روباټونو جوړولو لپاره یوه هوښیار فابریکه فعاله کړې، چې پکې روباټونه د نویو روباټونو په تولید او مونتاژ کې هم ونډه لري.
دغه فابریکه په کال کې د ۱۰ زره روباټونو جوړولو ظرفیت لري.
فابریکه د چین په ګوانګشي سیمه کې د لیوژو ښار په صنعتي برخه کې جوړه شوې او د جرمني زیمنس او چینايي «یوبیټک روبوټیکس» شرکتونو په همکارۍ فعالیت کوي.
په دغه مرکز کې مصنوعي ځیرکتیا، درېبعدي کمرې، لمسي حسکوونکي، خودکار موټرونه او نورې روباټیکې ټکنالوژۍ کارول کېږي.
روباټونه کوچنۍ پرزې پېژني، په ټاکلي ځای کې یې نصبوي او د تولید اړین توکي د مونتاژ برخې ته لېږدوي.
د هر روباټ له بشپړېدو وروسته، شاوخوا څلور ساعته ازموینه کېږي، څو د حرکت وړتیا او مقاومت یې وکتل شي.
د دې فابریکې د جوړېدو موخه د تکراري او خطرناکو کارونو لپاره د انساني کارګرانو اړتیا کمول بلل شوې ده؛ خو د انساننما روباټونو ټکنالوژي لا هم له تخنیکي محدودیتونو سره مخ ده او د کال ۱۰ زره روباټونو لپاره د نړیوال بازار د ظرفیت په اړه هم پوښتنې شته.

