ډان: د افغانستان او پاکستان سوداګریزه راکړه ورکړه تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې

پاکستانۍ ورځپاڼې «ډان» راپور ورکړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه په ۲۰۲۶ مالي کال کې خپلې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې ده.
راپور کې ویل شوي، افغانستان د سوداګرۍ لپاره د ایران او د منځنۍ اسیا د هېوادونو ترانزیټي لارې پراخې کارولي، چې له امله یې پر پاکستان د سوداګرۍ تکیه کمه شوې ده.
ورځپاڼه زیاتوي، د تورخم او سپینبولدک لارو پرلهپسې تړل کېدو د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ منفي اغېز کړی، او پاکستاني سوداګرو هم له دې امله د میلیونونو ډالرو د زیان خبر ورکړی دی.
بل لور ته، افغانستان د ایران او منځنۍ اسیا له لارو خپلې سوداګریزې اړیکې روانې ساتلې او د بدیلو ترانزیټي مسیرونو په کارولو یې د سوداګرۍ د دوام هڅه کړې ده.

