کابل کې د یوه ناروغ له معدې شاوخوا ۳۰ مېخونه وایستل شول

د شهید سردار محمد داوود خان ۴۰۰ بستریز روغتون مسوولین وایي، د اندوسکوپي څانګې متخصصانو د یوه ناروغ له معدې شاوخوا ۳۰ مېخونه په بریالیتوب ایستلي دي.

د روغتون په وینا، عصمت‌الله نومي ناروغ شاوخوا ۳۰ مېخونه تېر کړي وو.

د اندوسکوپي طبي ټیم د پرمختللو وسایلو او مسلکي وړتیا په کارولو سره ټول مېخونه له معدې څخه ایستلي دي.

د روغتیايي ټیم په خبره، ناروغ اوس تر طبي څارنې لاندې دی او روغتیايي کارکوونکي هڅه کوي چې د پرمختللو امکاناتو په کارولو سره هېوادوالو ته پر وخت، خوندي او معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا