کانګو کې د اېبولا وبا له امله د مړو شمېر ۱۷۷ ته رسېدلی

د افریقا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز خبر ورکړی چې د «اېبولا» وبا له امله تر دې مهاله لږ تر لږه ۱۷۷ کسان مړه شوي او ښايي د قربانیانو اصلي شمېر تر دې هم لوړ وي.
د راپورونو له مخې، د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د د کانګو دیموکراتیک جمهوریت په بېلابېلو سیمو کې تر ۹۰۰ ډېرې د اېبولا شکمنې پېښې ثبت شوې دي.
یاد سازمان خبرداری ورکړی چې په کانګو کې د دغې ناروغۍ د پراخېدو خطر لوړ دی، خو تر اوسه یې په نړیواله کچه د خپرېدو ګواښ محدود بللی دی.
اېبولا یوه خطرناکه ویروسي ناروغي ده چې په چټکۍ له یو انسانه بل ته لېږدېږي او په ډېری مواردو کې مرګونې تمامېږي.
راپورونه ښيي چې د کانګو کمزوری روغتیايي نظام، د ډاکټرانو کمښت او ناامنۍ د دغې ناروغۍ د مهار بهیر له جدي ستونزو سره مخ کړی او روغتیايي ادارې هڅه کوي د وبا د لا پراخېدو مخه ونیسي.

