کریسټیانو رونالډو له نړیوال جام سره مخه ښه وکړه

د پرتګال د فوټبال ملي لوبډلې نامتو ستوري، کریسټیانو رونالډو، د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام له سیالیو د پرتګال تر وتلو وروسته له نړیوال جام سره د تل لپاره مخه ښه وکړه.

پرتګال د شپاړس غوره لوبډلو پړاو کې هسپانیې ته په ۱ ـ ۰ ماته ورکړه او له سیالیو بهر شوه، چې ورسره د ۴۱ کلن رونالډو د نړیوال جام اوږد سفر هم پای ته ورسېد.

رونالډو د نړیوال جام په شپږو بېلابېلو پړاوونو کې د پرتګال استازیتوب کړی او د دغو سیالیو پر مهال یې ۱۱ ګولونه هم وهلي، خو ونه توانېد چې خپل هېواد د نړیوال جام اتلولۍ ته ورسوي.

سره له دې، کریسټیانو رونالډو تر اوسه له مسلکي فوټبال څخه د تقاعد اعلان نه دی کړی او د هغه د راتلونکي په اړه وروستۍ پرېکړه لا نه ده څرګنده شوې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا