یمن کې سعودي ځواکونه په څه باندې ۲۰ بریدونو کې په نښه شول

یوه یمني پوځي سرچینه وایي، چې یمني ځواکونو د سعودي ځواکونو یوه ډله د رأس‌العاره او السقیا سیمو ترمنځ په سیمه کې په څه باندې ۲۰ بریدونو کې په نښه کړې ده.

د یمني سرچینې په وینا، په دغو بریدونو کې لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي او یو شمېر موټرونه هم سوځېدلي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې ګڼ ټپیان د عدن او لحج ښارونو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

دغه یمني پوځي چارواکي، چې نوم او دنده یې نه ده ښودل شوې، د مقابل لوري اړوندو رسنیو له خوا د جګړې په اړه خپاره شوي راپورونه «جعلي خبرونه» بللي دي. نوموړي ویلي، چې د دغو راپورونو بیا بیا خپرول د هغوی د ماتې څرګندونه کوي.

هغه زیاته کړې، چې دغه رسنۍ هڅه کوي خپل لیدونکي په هغه څه بوخت وساتي چې نوموړي یې «جوړې شوې بریاوې» بللې دي.

د نوموړي په وینا، یمني ځواکونه به خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي، څو د سعودي ځواکونو ډلې د تعز ولایت له ولسوالیو وباسي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا