عراقچي او ګوترېش د روانو مذاکراتو په اړه خبرې کړې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي د ملګرو ملتونو له سرمنشي، انتونیو ګوترېش سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، عراقچي په دې خبرو کې د امریکا «زیاتې غوښتنې او متضاد دریځونه» د روانو مذاکراتو پر وړاندې مهم خنډ بللی دی.

نوموړي ټینګار کړی، سره له دې چې پر امریکا باور کم شوی، خو ایران لا هم په مسوولانه او جدي ډول په ډیپلوماټیک بهیر کې ګډون کوي او هڅه کوي مذاکرات عادلانه او معقولې پایلې ته ورسېږي.

بل‌خوا، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د ملګرو ملتونو منشور ته د ژمنتیا پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې سیمه‌ییزې ستونزې باید د خبرو اترو او ډیپلوماټیکو لارو له لارې حل شي، څو په سیمه کې سوله او ثبات پیاوړی شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا