افغانستان فوټبال لوبډله نن له مالدیف سره لوبه کوي

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، د هېواد د فوټبال ملي لوبډله د فوټبال د ۷۵مې کلیزې په مناسبت د «الماس جوبیلي» څلور اړخیزو نړیوالو سیالیو په لړ کې نن شپه د مالدیف لوبډلې پر وړاندې ډګر ته ښکته کېږي.
یاد فدراسیون نن (دوشنبه، د جون لومړۍ نېټه) ویلي چې دغه لوبه د شپې په ۸:۳۰ بجو ترسره کېږي.
په دغو سیالیو کې د افغانستان، مالدیف، پاکستان او د بنګلهدېش د ۲۳ کلنو کمعمره لوبډله ګډون لري، چې د روان کال د غبرګولي له ۱۱مې تر ۲۰مې نېټې پورې د مالدیف په پلازمېنه مالي ښار کې له یو بل سره سیالۍ کوي.
د افغانستان ملي لوبډله به خپله دویمه لوبه د غبرګولي په ۱۴مه د بنګلهدېش د ۲۳ کلنو کمعمره لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي، او په درېیمه لوبه کې به د غبرګولي په ۱۷مه د پاکستان د فوټبال ملي لوبډلې پر وړاندې میدان ته ښکته شي.
یادې سیالۍ د فوټبال د ۷۵مې کلیزې په مناسبت جوړې شوې او موخه یې د راتلونکو نړیوالو سیالیو لپاره د سیمهییزو لوبډلو چمتووالی بلل شوی دی.

