افغانستان او ایران د سوداګریزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس، سید کریم هاشمي، په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر او د ایران ـ افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې له پلاوي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو، پانګونې او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

سید کریم هاشمي ویلي چې افغانستان د خپلو بډایه طبیعي سرچینو، مناسب جغرافیایي موقعیت او پراخو پانګوالیزو فرصتونو له امله د سوداګرۍ او پانګونې لپاره مناسب شرایط لري او کولی شي د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو مهم مرکز وګرځي.

په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر، علي‌رضا بېکدلي، افغانستان ته د ایراني سوداګریز پلاوي سفر د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام بللی او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ یې د همکارۍ پر دوام ټینګار کړی دی.

بلخوا، د ایران ـ افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې رئیس، محمود سیادت، ویلي چې د یاد پلاوي د سفر اساسي موخه ایران اسلامي جمهوریت ته د افغانستان د صادراتو پراختیا او د سوداګریزو اړیکو لا پیاوړتیا ده. نوموړي پنبه، غوښه او معدني مواد د افغانستان له مهمو صادراتي توکو څخه یاد کړي دي.

د ناستې په پای کې دواړو لورو د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د صادراتو د زیاتوالي او د اقتصادي ظرفیتونو د اغېزمنې ګټې اخیستنې لپاره پر ګډو همکاریو او دوامدار تعامل ټینګار کړی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا