له غزني تر فضا؛ د افغانستان لومړنی فضانورد له نړۍ سترګې پټې کړې

د افغانستان لومړنی او یوازینی فضانورد عبدالاحد مومند، چې په ۱۹۸۸ کال کې یې فضا ته سفر کړی و، په جرمني کې وفات شو.
مومند د غزني ولایت اوسېدونکی و او د شوروي اتحاد په ګډ فضايي ماموریت کې یې د «میر» فضايي تمځای ته سفر کړی و. نوموړي شاوخوا نهه ورځې په فضا کې تېرې کړې او د افغانستان نوم یې د نړۍ د فضايي تاریخ په پاڼو کې ثبت کړ.
عبدالاحد مومند د خپل ژوند په اوږدو کې د علم، زدهکړو، ملي یووالي او پرمختګ پلوی و. د هغه مړینه د افغانستان لپاره د یوه وتلي علمي او تاریخي شخصیت ضایعه بلل کېږي.

