روسیې پر کې‌یف پراخ توغندیز او بې‌پیلوټه برید کړی

روسیې پر اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکو او بالستیک توغندیو پراخ برید کړی چې له امله یې د اوکراین پلازمېنه کې‌یف کې لږ تر لږه پنځه کسان ټپیان شوي او ګڼو ودانیو ته زیان اوښتی دی.

د اوکرایني چارواکو په وینا، بریدونو د کې‌یف ښار بېلابېلې سیمې په نښه کړې، چې له امله یې په مرکزي برخه کې یو هوټل او څو استوګنیزو ودانیو اور اخیستی دی. راپورونه ښيي، په یوې نهه پوړیزې ودانۍ کې یو شمېر اوسېدونکي هم بند پاتې شوي وو او ژغورنې ډلې د هغوی د ایستلو لپاره عملیات ترسره کوي.

د کې‌یف ښاروال ویلي، بریدونه د بې‌پیلوټه الوتکو ترڅنګ د بالستیک توغندیو په وسیله هم ترسره شوي او د ښار په بېلابېلو سیمو کې پرله‌پسې چاودنې اورېدل شوې دي. د نوموړي په وینا، ګڼو اوسېدونکو د خوندي پاتې کېدو لپاره د مټرو تمځایونو ته پناه وړې ده.

دا بریدونه داسې مهال شوي چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلېنسکي، د استخباراتي معلوماتو له مخې، تر دې وړاندې د روسیې د احتمالي شپني برید خبرداری ورکړی و.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا