پرتګال د ځنګلي اورونو د مهار لپاره د اضافي اوروژونکو الوتکو غوښتنه وکړه

د پرتګال لومړي وزیر، لوئیس مونته‌نګرو، اعلان کړی چې هېواد یې د ځنګلي اورلګېدنو د مخنیوي لپاره له اروپايي ټولنې، هسپانیې او مراکش څخه د اضافي اور وژونکو الوتکو د لېږلو غوښتنه کړې ده.

نوموړي ویلي، دا غوښتنه د امکاناتو د کمښت له امله نه، بلکې د روان استثنايي وضعیت له کبله شوې، ځکه په راتلونکو ورځو کې د هېواد ډېری سیمې د پراخو اورلګېدنو له جدي ګواښ سره مخ دي.

د پرتګال حکومت د سختې ګرمۍ له امله بیړنی حالت اعلان کړی او ځنګلي سیمو ته یې تګ راتګ محدود کړی دی. چارواکي وایي، دا مهال زرګونه اور وژونکي، سلګونه وسایط او لسګونه الوتکې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د اورلګېدنو د مهارولو په عملیاتو بوخت دي، چې تر ټولو لویه اورلګېدنه د ویسو په مرکزي سیمه کې روانه ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا