فرهاد دریا او نوین د لوبغاړو د انتخاب پر سر لفظي ناندرۍ وکړې

په وروستیو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د پرلهپسې ماتو له امله د لوبډلې د رهبرۍ، لوبډلمشرۍ او د لوبغاړو د انتخاب په اړه پراخ بحثونه راپورته شوي دي.
د همدې بحثونو په دوام، هنرمند فرهاد دریا په خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې د خلکو غوښتنو ته په پام، د ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمتالله شهیدي کولی شي په درناوي خپله دنده بل مناسب لوبغاړي ته وسپاري.
تر دې څرګندونو وروسته، د ملي لوبډلې چټک توپاچوونکي نوینالحق د فرهاد دریا پر خبرو نیوکه وکړه او ویې ویل چې د کرکټ لوبغاړي د هېواد ریښتیني اتلان دي او باید سپکاوی یې ونه شي. نوموړي همداراز له فرهاد دریا وغوښتل چې د کرکټ په چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي او پر خپل مسلک تمرکز وکړي.
د دغو څرګندونو له خپرېدو وروسته، په ټولنیزو رسنیو کې بېلابېل غبرګونونه راپارېدلي؛ ځینو د فرهاد دریا د دریځ ملاتړ کړی، خو یو شمېر نورو د نوینالحق څرګندونې پر ځای بللې دي.

