د شاپور ځدراڼ د جنازې مراسم سبا په کابل کې ترسره کېږي

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې د کرېکټ ملي لوبډلې د پخواني لوبغاړي او چټک توپاچوونکي، ارواښاد شاپور ځدراڼ، د جنازې مراسم به سبا (پنجشنبه) د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د کابل په عیدګاه جومات کې ترسره شي.
د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د جنازې له لمانځه وروسته به د ارواښاد شاپور ځدراڼ پیکر د کابل په نادرخان غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شي.
ارواښاد شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرېکټ له مخکښو او اغېزناکو لوبغاړو څخه و، چې د ملي لوبډلې د بریاوو، نړیوال شهرت او پرمختګ لپاره یې ارزښتناک خدمتونه ترسره کړي وو. د نوموړي مړینه د افغانستان د کرېکټ لپاره ستره ضایعه بلل کېږي او تمه ده چې د جنازې په مراسمو کې به د کرېکټ مسؤلان، پخواني او اوسني لوبغاړي، د هغه د کورنۍ غړي، دوستان او ګڼ شمېر هېوادوال ګډون وکړي.

