مسي او د فیفا لوبڅاران؛ د ارجنټاین د جنجالي بریا تر شا بحثونه

د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام نیمه‌نهایي پړاو ته د ارجنټاین له رسېدو وروسته، په ټولنیزو شبکو کې دسیسه‌یزې ادعاوې او بحثونه زیات شوي دي. یو شمېر کاروونکي ادعا کوي چې فیفا او لوبڅاران د ارجنټاین په ګټه پرېکړې کوي، څو لیونل مسي او د هغه لوبډله په سیالیو کې پاتې شي.

د دغو ادعاوو له جملې یوه د ګروپي پړاو هغه لوبه ده چې ارجنټاین له الجزایر سره ترسره کړه. منتقدانو ویلي، د لوبې پر مهال د مسي له لوري د الجزایر پر کپتان د خطا پر سر باید سور کارت ورکړل شوی وای، خو لوبڅار یوازې وړیا ضربه اعلان کړه.

همداراز د مصر پر وړاندې د یوولس غوره پړاو په سیالۍ کې د مصر د یوه ګول مردود اعلانولو پرېکړې هم بحثونه راپارولي وو. د مصر روزونکي ویلي وو چې پر لوبڅار د فشار احتمال شته، خو دا ادعاوې تر اوسه په رسمي ډول نه دي تایید شوې.

د سویس پر وړاندې د کوارټر فاینل په لوبه کې هم د لوبڅار یوې پرېکړې، چې د سویس بریدګر بریل امبولو له لوبې بهر کړ، له نیوکو سره مخ شوه. یو شمېر شنونکي وایي، ارجنټاین تر نیمه‌نهایي پورې له نسبتا اسانه لارې تېر شوی، خو فیفا او د لوبڅارانو د کمېټې مشر پیرلوېجي کولینا دغه ډول تورونه رد کړي دي.

په ورته وخت کې، په ټولنیزو شبکو کې یو شمېر جعلي انځورونه او طنزي مطالب هم خپاره شوي چې د ارجنټاین او فیفا ترمنځ د پټو اړیکو ادعاوې مطرح کوي.

ارجنټاین به په نیمه‌نهایي کې له انګلستان سره مخامخ شي، او تر دې دمه دا بحثونه روان دي چې د دغه ټیم بریاوې د لوبغاړو د وړتیا او چمتووالي پایله ده، که د ځینو پرېکړو او بخت اغېز پکې شته.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا