حنفي: د ټولنې د اصلاح لپاره ګډې هڅې اړینې دي

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت د شرعي قانون د اغېزمن تطبیق او د ګډې همکارۍ د پیاوړتیا په موخه د مرکزي زون د اوو ولایتونو له دیني عالمانو، قومي مشرانو، متنفذینو او د رسنیو له استازو سره مشورتي غونډه ترسره کړه.

د یاد وزارت وزیر، شیخ مولوي محمد خالد حنفي، غونډه کې د اسلامي شریعت د احکامو پر عملي کېدو، ټولنیز اصلاح او د خلکو پر ګډ مسؤلیت ټینګار وکړ. نوموړي وویل، د افغانستان اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په هېواد کې سراسري امنیت ټینګ شوی او د ژبنیو، سمتي او قومي اختلافونو ډېری ستونزې له منځه تللې دي.

هغه د فساد له منځه وړل د ټولنې د اصلاح بنسټ وباله او له دیني عالمانو، قومي مشرانو او د رسنیو له استازو یې وغوښتل چې د اسلامي شریعت د احکامو د پوهاوي، د امربالمعروف قانون د تطبیق او د ټولنې د اصلاح په برخه کې له وزارت سره نږدې همکاري وکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا