برلین کې موټر پر خلکو ورغی؛ یو کس وژل شوی او ۱۶ نور ټپیان دي

د جرمني پلازمېنه برلین کې د همجنسپالو کلني جشن پر مهال یو موټر پر ګډونوالو ورغلی چې له امله یې یو کس وژل شوی او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

راپورونه وایي، پېښه د شنبې ورځې ناوخته د برلین د «تیرګارټن» په سیمه کې رامنځته شوې ده. د جرمني صدراعظم فریدریش مرتڅ دا برید غندلی او هغه یې د جرمني پر ټولنې برید بللی دی.

مرتڅ ویلي، امنیتي او عدلي ارګانونه به پېښه په جدي ډول وڅېړي او عامل یا عاملان به د قانون منګولو ته وسپارل شي.

پولیسو ویلي، د هغه کس د نیولو لپاره پراخ عملیات روان دي چې خپل موټر یې پر خلکو ورستی دی. د پولیسو په وینا، د ۲۱ کلن «عبدل.ب» په نوم یو کس په تړاو شک موجود دی او د نیولو هڅې یې دوام لري.

تر اوسه د برید د انګېزې په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي او څېړنې لا هم روانې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا