نایجریا کې وسلهوال برید؛ لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي

د راپورونو له مخې، د نایجریا د کادونا ایالت په «کائورو» ولسوالۍ کې د وسلهوالو په برید کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي چې د اتو ماشومانو په ګډون ګڼې ښځې او سپینږیري هم پکې شامل دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، برید د «ناریدون» کلي کې شوی، وسلهوال نیمه شپه سیمې ته ننوتلي، پر اوسېدونکو یې ډزې کړې او یو شمېر کورونو ته یې اور اچولی دی.
د سیمې د ځوانانو استازي، ایشایا داوا، ویلي چې بریدګرو پر ملکي وګړو ډزې وکړې او یو شمېر کسان یې په سړو وسلو هم وژلي دي. د هغه په وینا، د قربانیانو جسدونه نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
راپور زیاتوي، امنیتي ځواکونه د برید له پای ته رسېدو څو ساعته وروسته د پېښې ځای ته رسېدلي او د سیمې امنیتي وضعیت یې تر څار لاندې نیولی دی.
تر اوسه هېڅ وسلهوالې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

