تهران: د ایران له شتمنیو ګټه اخیستونکو هېوادونو بېړۍ به له هرمز تنګي تېرې نه شي

د ایران اسلامي جمهوریت د خاتمالانبیا قرارګاه ویاند ویلي، که کوم هېواد یا شرکت د ایران د کنګل شویو شتمنیو د کارولو په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له پرېکړې ملاتړ وکړي، د ایران اسلامي جمهوریت وسلهوال ځواکونه به د هغو هېوادونو او شرکتونو بېړیو ته له هرمز تنګي د تېرېدو اجازه ورنه کړي.
د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ په «ایرفورس وان» الوتکه کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي وو چې واشنګټن نه غواړي په هرمز تنګي کې سوداګریزو بېړیو ته د اوښتو زیانونو تاوان له امریکايي بودجې ورکړي. نوموړي زیاته کړې وه چې دغه تاوان به په امریکا کې د ایران له کنګل شویو شتمنیو څخه ورکړل شي.
په همدې تړاو، د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران اسلامي جمهوریت د خاتمالانبیا قرارګاه ویاند ابراهیم ذوالفقاري غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، هر هېواد یا شرکت چې د ایران له کنګل شویو شتمنیو ګټه واخلي، بېړۍ به یې له هرمز تنګي د تېرېدو اجازه ونه لري.
ذوالفقاري ټینګار کړی چې د ایران اسلامي جمهوریت وسلهوال ځواکونه به د هغو هېوادونو او شرکتونو بېړیو ته د هرمز تنګي د تېرېدو اجازه ورنه کړي چې د ټرمپ د یاد وړاندیز ملاتړ وکړي او د ایران له کنګل شویو شتمنیو استفاده وکړي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ایران د کنګل شویو شتمنیو او په هرمز تنګي کې د نړیوالو سمندري لارو د وضعیت په اړه بحثونه دوام لري.

