عراقچي او اېډ میلیبنډ د ایران او امریکا جګړې په اړه ټلیفوني خبرې وکړې

د ایران اسلامي جمهوریت او امریکا ترمنځ د روان کړکېچ په دوام، د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي، د بریټانیا د بهرنیو چارو له وزیر سره ټلیفوني خبرې کړې دي.
د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، عراقچي په دغو خبرو کې د بریټانیا له لوري سپاه پاسداران ته د «ترهګر» خطاب کولو پرېکړه غندلې او هغه یې د منلو وړ نه ده بللې.
نوموړي همداراز د ایران اسلامي جمهوریت پر وړاندې د امریکا او اسرائیل د اقداماتو په تړاو د بریټانیا پر دریځ هم نیوکه کړې او د سیمې د وضعیت په اړه یې خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.
بلخوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلو ځواکونو ته د عملیاتو د پراخولو لارښوونه کړې او ویلي یې دي چې د ایران جګړه د افغانستان او ویتنام له جګړو سره د پرتله کېدو وړ ده.
نوموړي ادعا کړې چې امریکا په دې جګړه کې مهمې لاستهراوړنې لري، په داسې حال کې چې د ویتنام او کوریا جګړې کلونه دوام کړی و.
په ورته وخت کې، د ایران اسلامي جمهوریت د پارلمان رئیس، محمدباقر قالیباف، په خپلو وروستیو څرګندونو کې امریکا ته خبرداری ورکړی چې د هر ډول پوځي تقابل په صورت کې به له سختو پایلو او درنې بیې سره مخ شي.
د ایران اسلامي جمهوریت او امریکا ترمنځ روان وضعیت لا هم حساس بلل کېږي او د دواړو لورو وروستۍ څرګندونې ښيي چې سیمهییز کړکېچ لا هم د نړیوالو پام ځانته اړولی دی.

