قالیباف: جګړه مو ګټلې، خو بریا باید ثابته او ثبت شي

د ایران د اسلامي شورا مجلس رئیس، محمدباقر قالیباف، د مجلس د همغږۍ شورا په غونډه کې ویلي، چې د اسلامي انقلاب په درېیم پړاو کې د پیاوړي ایران جوړول تر ټولو مهم لومړیتوب ګڼل کېږي.
نوموړي ویلي، د سردار قاسم سلیماني له شهادت وروسته، د ایران رهبر تل پر پیاوړي ایران ټینګار کړی او د اسلامي انقلاب د دویم ګام په بهیر کې یې د هېواد پیاوړتیا اساسي هدف بللی دی.
قالیباف زیاته کړه، د هېواد ټولې ادارې او مسوولان باید د ولایت فقیه تر رهبرۍ لاندې د ملي یووالي او همغږۍ د پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي، ځکه د ده په وینا، د پیاوړي ایران بنسټ له همدې ځایه پیلېږي.
د ایران د اسلامي شورا مجلس رئیس وویل، ایران په وروستیو تحولاتو کې خپلې موخې ترلاسه کړې دي، خو ټینګار یې وکړ چې دغه لاسته راوړنې باید په حقوقي او سیاسي ډګر کې هم په داسې ډول تثبیت شي چې نړیواله ټولنه یې په رسمي ډول وویني او وپېژني.
هغه همدارنګه څرګنده کړه، که پوځي لاسته راوړنې په سیاسي او حقوقي ډګر کې په سمه توګه ثبت او تثبیت نه شي، نو له هغو څخه بشپړه او اغېزناکه ګټه اخیستل به ستونزمن وي.
قالیباف په پای کې ټینګار وکړ چې ایران باید د راتلونکې لپاره روښانه لیدلوری، ملي یووالی او د پرمختګ هیله وساتي، څو د هېواد د پیاوړتیا بهیر لا پیاوړی او دوامدار شي.

