بغلان کې دوه زره کلنه لرغونې سکه موزیم ته وسپارل شوه

د بغلان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویلي، یوه لرغونې سکه چې شاوخوا دوه زره کلنه تاریخي مخینه لري، له موندلو او د قانوني مراحلو له بشپړېدو وروسته د ساتنې لپاره د بغلان سیمه‌ییز موزیم ته سپارل شوې ده.

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس، اسدالله مصطفی هاشمي، ویلي چې دغه تاریخي سکه یو کم‌عمره هلک د برکې ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د څارویو د څرولو پر مهال موندلې ده.

د نوموړي په وینا، سکه د قانون له مخې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته سپارل شوې او دا مهال د بغلان په سیمه‌ییز موزیم کې د خوندي ساتنې لپاره ایښودل شوې ده.

هاشمي زیاته کړې، لومړنۍ ارزونې ښيي چې دا سکه ښایي د یونان ـ باختر دورې پورې اړه ولري او نږدې دوه زره کاله لرغونتوب ولري، خو د هغې د دقیقې تاریخي دورې، ارزښت او نورو ځانګړتیاوو د تثبیت لپاره لا هم مسلکي او لرغون‌پوهیزو څېړنو ته اړتیا شته.

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له هېوادوالو غوښتي چې د تاریخي او لرغونو اثارو د موندلو په صورت کې یې له شخصي ساتنې او پېر و پلور څخه ډډه وکړي او د قانون له مخې یې اړوندو ادارو ته وسپاري، څو د هېواد تاریخي میراث په خوندي ډول وساتل شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا