مجاهد وایي له پاکستان سره د کړکېچ دوام نه غواړي

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، ویلي چې اسلامي امارت له هېڅ هېواد، په ځانګړي ډول له پاکستان سره، د کړکېچ د دوام غوښتونکی نه دی او هڅه کوي د دواړو هېوادونو اړیکې بېرته عادي او مثبت لوري ته راوګرځوي.

مجاهد په یوه خبري غونډه کې وویل، اسلامي امارت په خپله بهرنۍ تګلاره کې له ټولو هېوادونو سره د متقابلو درناوي پر بنسټ د عادي او متوازنو اړیکو غوښتونکی دی او له پاکستان سره یې د وروستیو اختلافونو پیل نه دی کړی.

د نوموړي په وینا، د اړیکو ترینګلتیا د دواړو هېوادونو په زیان ده، ځکه اقتصادي، سوداګریزې او ترانزیټي اړیکې د دواړو ملتونو ګډو ګټو سره تړاو لري.

مجاهد زیاته کړه، د تېر کال له پیله د پاکستان له لوري ځینې اقدامات، د لارو تړل او ځینې پالیسۍ د دې لامل شوې چې ستونزې رامنځته شي.

هغه وویل، اسلامي امارت د دغو اقداماتو پیل کوونکی نه و، خو د رامنځته شویو حالاتو په وړاندې یې مناسب غبرګون وښود.

هغه ټینګار وکړ، اسلامي امارت نه غواړي د هېوادونو ترمنځ، په ځانګړې توګه د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په برخه کې، ستونزې او خنډونه دوام ومومي او تل یې د تفاهم او متقابل احترام له لارې د اړیکو د عادي کېدو ملاتړ کړی دی.

بل لور ته، په پاکستان کې هم د افغانستان په اړه د دغه هېواد پر سیاستونو د یو شمېر سیاسي او حکومتي شخصیتونو نیوکې دوام لري.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف ویلي، د نظام د اصلاح او بدلون لپاره مناسب ځای پارلمان او کابینه ده، نه غیررسمي غونډې.

ځینو پوځي او سیاسي شنونکو هم ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اختلافونه باید د خبرو اترو او تفاهم له لارې هوار شي، ځکه د کړکېچ دوام د دواړو هېوادونو او خلکو په ګټه نه دی.

د دوی په باور، د متقابل درناوي، ګډو ګټو او دوامدارو خبرو اترو له لارې د افغانستان او پاکستان اړیکې بېرته عادي کېدای شي او د سیمې ثبات او اقتصادي همکارۍ به هم پیاوړې شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا