ایران وایي له عمان سره سمندري تفاهم د هرمز تنګي سره تړاو نه لري

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقايي، ویلي چې له عمان سره د نوي خوندي سمندري مسیر د رامنځته کولو په اړه د ایران تفاهم د هرمز تنګي د پرانیستل کېدو یا تړل کېدو له موضوع سره هېڅ تړاو نه لري.

د نوموړي په وینا، د هرمز تنګي او د خوندي سمندري مسیرونو د تنظیم په اړه د ایران او عمان ترمنځ خبرې له څه مودې راهیسې روانې دي او دواړه هېوادونه، د ساحلي دولتونو په توګه، د خپلو ګډو مسؤلیتونو له مخې د سمندري لارو د امنیت او مدیریت په برخه کې همکاري کوي.

بقايي ټینګار کړی چې د ایران او عمان ترمنځ شوی تفاهم د هرمز تنګي د وضعیت له بدلون سره تړاو نه لري او د دواړو هېوادونو همکاري د سمندري تګ‌راتګ د امنیت او همغږۍ د پیاوړتیا په موخه ترسره کېږي.

هغه همداراز ویلي، د هرمز تنګي په اړه د ایران دریځ روښانه دی او د یاد تفاهم په اړه ځینې مطرح شوې څرګندونې له واقعیت سره سمون نه لري.

دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا وکړه، ایران د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو وړاندیز کړی او همدې موضوع د امریکا د پلان شویو پوځي اقداماتو په پرېکړه اغېز کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت بیا د خپلو وروستیو څرګندونو له لارې ټینګار کړی چې له عمان سره تفاهم له دغو ادعاوو سره هېڅ تړاو نه لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا