۵۴ ټنه بې‌کیفیته کاشي بېرته مسترد شول

د ملي معیار او کیفیت ادارې ویلي چې د لوېدیځ زون د معیار او کیفیت ریاست د روزنک آمریت له لوري ۵۴ ټنه بې‌کیفیته کاشي بېرته صادروونکي هېواد ته مسترد شوي دي.

ادارې په خبرپاڼه کې ویلي، یاد توکي د کیفیت او معیار له ټاکل شویو اصولو سره سمون نه درلود، له همدې امله د تخنیکي ارزونې او لابراتواري څېړنو له بشپړېدو وروسته د وارداتو اجازه ورنه کړل شوه او بېرته صادروونکي هېواد ته واستول شول.

د ملي معیار او کیفیت ادارې ټینګار کړی چې هېواد ته د واردېدونکو توکو کیفیت په دوامداره توګه ارزول کېږي او هغه توکي چې له نافذه معیارونو سره مطابقت ونه لري، بازار ته د داخلېدو اجازه نه ورکول کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا