خوست کې ۱۵۱ جریبه ځمکه امارتي ملکیت تثبیت شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت خبر ورکړی چې د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې، د خوست ولایت ګربزو ولسوالۍ په «باړې» کلي کې ۱۵۱ جریبه ځمکه له هر اړخیزې حقوقي ارزونې او د اسنادو تر څېړنې وروسته امارتي ملکیت تثیت کړې ده.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، یاده دوسیه تر دې وړاندې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له لوري څېړل شوې وه او د اړوند قانون د ۱۷مې مادې له مخې ځانګړې محکمې ته سپارل شوې وه.

عدلیې وزارت ویلي، محکمې د متصرفینو اسناد، املاکي ثبتونه او د اړوندو ادارو معلومات په دقت ارزولي او پرېکړه یې کړې چې ټوله ۱۵۱ جریبه ځمکه امارتي ملکیت دی.

د محکمې د پرېکړې له مخې، متصرفین مکلف دي یاده ځمکه د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته وسپاري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا