ایرلینډ افغانستان ته د ۲۰۷ منډو هدف وټاکه

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د پنځو یو ورځنیو نړیوالو لوبو لړۍ په درېیمه سیالۍ کې ایرلنډ افغانستان ته د ۲۰۷ منډو هدف وټاکه.
ایرلینډۍ لوبډله په ۴۷م اوور کې په ۲۰۶ منډو وسوځېده او خپلې ټولې ویکټې یې له لاسه ورکړې.
په دې لوبه کې راشد خان او اللهمحمد غضنفر درې ـ درې ویکټې واخیستې، یمین احمدزي دوه لوبغاړي وسوځول، په داسې حال کې چې عظمتالله عمرزي او فضلالحق فاروقي یوه ـ یوه ویکټه ترلاسه کړه.
افغانستان اوس د ۲۰۷ منډو هدف د پوره کولو لپاره خپلې توپوهنې ته دوام ورکوي.

