کرزی: جمهوریت مې وبایلله، ما هم وبایلله؛ خو افغانستان لا هم پر ځای دی

حامد کرزي، د افغانستان پخواني ولسمشر، له یوې ایټالیايۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، سره له هغو محدودیتونو چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته پرې لګېدلي، په افغانستان کې له پاتې کېدو خوښ دی او لا هم هڅه کوي چې هېواد ته د ښه راتلونکي په رامنځته کېدو کې ونډه واخلي.

کرزي د «کوریره دلا سرا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي: «کله چې کور له ستونزو سره مخ وي، هغه نه پرېږدئ؛ پاتې کېږئ او مرسته کوئ.»

نوموړي زیاته کړې چې افغانستان خپل کور ګڼي او لا هم کولای شي د وضعیت د ښه کېدو لپاره هڅې وکړي.

د ورځپاڼې خبریال اندریا نیکاسترو ویلي، کرزي په کابل کې د ژوند پر مهال د تګ راتګ محدودیتونه لري او د سفرونو لپاره ځانګړې اجازې ته اړتیا لري.

د نوموړي په وینا، کرزي په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان نورو ولایتونو ته سفر نه دی کړی او یوازې د درملنې لپاره له هېواده بهر تللی دی.

مرکه په انلاین بڼه د کابل او میلان ترمنځ ترسره شوې ده.

کرزي په مرکه کې د نجونو زده‌کړې د افغانستان له تر ټولو مهمو او بېړنیو اړتیاوو څخه بللې او ویلي یې دي چې نجونې باید له لومړني ښوونځي څخه تر پوهنتون پورې د زده‌کړو زمینه ولري.

نوموړي همداراز ټینګار کړی چې ښځو ته باید په ټولنه کې د کار زمینه برابره شي.

هغه ویلي، زده‌کړه باید له سیاسي نظام او ټاکنو سره تړلې موضوع ونه ګڼل شي او ښوونځي باید پرانیستي وي.

کرزي د افغانستان تاریخي فرهنګي مخینې ته په اشاره، د رابعه بلخي، ګوهرشاد بیګم او عایشه دراني نومونه هم یاد کړي دي.

نوموړي ویلي، له اسلامي امارت له یو شمېر چارواکو سره یې لیدلي او د ده په باور، ځینې چارواکي د نجونو زده‌کړو په اړه له ده سره هم‌نظر دي.

کرزي په مرکه کې د اسلامي امارت غړي یو ځل بیا «وروڼه» بللي او ویلي یې دي چې د اسلامي امارت غړي، پلویان او مخالفان ټول افغانان دي او په پای کې باید په سوله کې ګډ ژوند وکړي.

هغه زیاته کړې چې افغانستان له څه باندې څلورو لسیزو جګړو وروسته سولې، خبرو اترو، پخلاینې او متقابل درک ته اړتیا لري.

نوموړي د خپل ورور د وژل کېدو په اړه هم خبرې کړې او ویلي یې دي چې له هغې پېښې وروسته یې هم د اسلامي امارت غړي «وروڼه» بللي دي.

کرزي د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکو ته په اشارې ویلي، د دواړو هېوادونو ستونزې یوازې د وروستیو تحولاتو پایله نه ده، بلکې تاریخي او کلتوري ریښې لري.

نوموړي ویلي، د ده په باور، پاکستان تل اندېښنه لرله چې افغانستان په یوه باثباته او پیاوړي هېواد بدل نه شي.

هغه دا څرګندونې داسې مهال کړې چې د افغانستان او پاکستان اړیکې په وروستیو کلونو کې د امنیتي مسایلو او نورو اختلافونو له امله له ستونزو سره مخ شوې دي.

کرزي د جمهوري نظام له سقوط وروسته د خپل سیاسي وضعیت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: «جمهوریت مې ماتې وخوړه، ما هم ماتې وخوړه.»

نوموړي په ورته وخت کې ویلي چې افغانستان لا هم پر خپل ځای ولاړ دی او په پای کې به بریالی شي.

پخواني ولسمشر ویلي، خپلې شخصي ستونزې ورته چندانې مهمې نه دي او د افغانانو ترمنځ خبرې اترې، ملي تفاهم او د خلکو زده‌کړو ته لاسرسی د افغانستان د پرمختګ لپاره مهمې لارې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا