په یوه ورځ ۲۲۹ کورنۍ له بېلابېلو لارو افغانستان ته راستنې شوې

په یوه ورځ له بېلابېلو سرحدي لارو ۲۲۹ کورنۍ، چې ټولټال ۱،۰۶۵ غړي لري، افغانستان ته راستنې شوې او ثبت شوې دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء په راپور کې ویلي، چې له تورخم څخه ۱۴۱، سپین‌بولدک څخه درې، د ورېښمو پل له لارې ۷۴ او اسلام‌کلا څخه ۱۱ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

راپور زیاتوي، چې په همدې ورځ ۲۱۰ کورنۍ، چې ۱،۱۲۴ غړي لري، ننګرهار، کونړ، لغمان، کابل او نورو ولایتونو ته لېږدول شوې دي.

د دغو کورنیو د لېږد لپاره له ۸.۲ میلیونو افغانیو ډېره کرایه ورکړل شوې ده.

همداراز، له ۲۲۵ راستنو شویو کورنیو سره له ۱.۹ میلیونو افغانیو ډېره مالي مرسته شوې او روغتیايي، خوراکي او مخابراتي خدمتونه هم ورته وړاندې شوي دي.

د کمېسیون په وینا، راستنېدونکو کورنیو ته ۱۴۵ سیم‌کارتونه له فعالو بستو سره وېشل شوي او د ثبت، مالي مرستو، لېږد او لنډمهاله مېشتېدنې په اړه لازم معلومات هم ورکړل شوي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا