څلورو ولایتونو کې د ۲۶۹ میلیونه افغانیو په لګښت نوي مخابراتي انتنونه جوړېږي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، په څلورو ولایتونو کې د څه باندې ۲۶۹ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه نوي مخابراتي انتنونه جوړېږي.

د وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزي ویلي، دغه انتنونه په کندهار، هلمند، پکتیکا او زابل ولایتونو کې د ۱۳ ولسوالیو په اړوندو سیمو کې جوړېږي او تړون یې له افغان بیسیم شرکت سره لاسلیک شوی دی.

د الکوزي په وینا، انتنونه په هغو سیمو کې نصبېږي چې تر اوسه یې اوسېدونکي مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

هغه زیاته کړې، د انتنونو له جوړېدو سره به په یادو سیمو کې د مخابراتي خدمتونو د لاسرسي کچه لوړه شي.

بلخوا، د هېواد په یو شمېر لرې پرتو سیمو کې اوس هم خلک مخابراتي خدمتونو ته د نه لاسرسي له ستونزې سره مخ دي او په دې برخې کې د نویو انتنونو د جوړېدو غوښتنه کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا