لوړو زدهکړو وزارت خاتمالنبیین پوهنتون ته نوی رییس او مرستیالان وټاکل

باوري سرچینې وايي، د لوړو زدهکړو وزارت خاتمالنبیین خصوصي پوهنتون ته نوی رییس او مرستیالان ټاکلي او د پوهنتون چارې یې تر خپل اداري نظارت لاندې راوستې دي.
سرچینه زیاتوي، د کابل طبي پوهنتون پخوانی سرپرست اسدالله نجات د خاتمالنبیین پوهنتون د نوي رییس په توګه ورپېژندل شوی دی.
د سرچینې په وینا، خاتمالنبیین د هېواد له مشهورو خصوصي پوهنتونونو څخه دی او جواد محسني او د ولسي جرګې پخوانی غړی عبدالقیوم سجادي یې له مالکانو څخه دي.
سرچینې ویلي، عدلیې وزارت تر دې وړاندې د تمدن ټلوېزیون او خاتمالنبیین مدرسه هم مصادره کړې وه او ادعا یې کړې وه چې ځمکه یې غصب شوې ده؛ خو سرچینه وايي، د پوهنتون ځمکه په دې موضوع کې شامله نه وه.
د سرچینې په خبره، عدلیې وزارت په یوه لیک کې د حکومت مشر دفتر ته ویلي چې خاتمالنبیین یوه شیعه اداره ده او اهلسنت کارکوونکي نه لري.
سرچینه ادعا کوي چې له دې لیک وروسته لوړو زدهکړو وزارت د پوهنتون د اداري چارو د تنظیم لپاره اقدام کړی دی.
سرچینې همداراز ویلي، لوړو زدهکړو وزارت تر دې وړاندې له پوهنتون استادانو او محصلانو غوښتي وو چې د حنفي مذهب او نافذه قوانینو د پلي کېدو په اړه ژمنلیکونه لاسلیک کړي.
د سرچینې په وینا، په تېرو کلونو کې د دولتي پوهنتونونو لپاره رییسان ټاکل کېدل، خو خصوصي پوهنتونونو کې د مسوولانو د ټاکلو چارې تر دې کچې نه وې تنظیم شوې.
سرچینه زیاتوي، امکان شته چې لوړو زدهکړو وزارت کاتب خصوصي پوهنتون هم تر خپل اداري نظارت لاندې راولي.

