لوړو زده‌کړو وزارت خاتم‌النبیین پوهنتون ته نوی رییس او مرستیالان وټاکل

باوري سرچینې وايي، د لوړو زده‌کړو وزارت خاتم‌النبیین خصوصي پوهنتون ته نوی رییس او مرستیالان ټاکلي او د پوهنتون چارې یې تر خپل اداري نظارت لاندې راوستې دي.

سرچینه زیاتوي، د کابل طبي پوهنتون پخوانی سرپرست اسدالله نجات د خاتم‌النبیین پوهنتون د نوي رییس په توګه ورپېژندل شوی دی.

د سرچینې په وینا، خاتم‌النبیین د هېواد له مشهورو خصوصي پوهنتونونو څخه دی او جواد محسني او د ولسي جرګې پخوانی غړی عبدالقیوم سجادي یې له مالکانو څخه دي.

سرچینې ویلي، عدلیې وزارت تر دې وړاندې د تمدن ټلوېزیون او خاتم‌النبیین مدرسه هم مصادره کړې وه او ادعا یې کړې وه چې ځمکه یې غصب شوې ده؛ خو سرچینه وايي، د پوهنتون ځمکه په دې موضوع کې شامله نه وه.

د سرچینې په خبره، عدلیې وزارت په یوه لیک کې د حکومت مشر دفتر ته ویلي چې خاتم‌النبیین یوه شیعه اداره ده او اهل‌سنت کارکوونکي نه لري.

سرچینه ادعا کوي چې له دې لیک وروسته لوړو زده‌کړو وزارت د پوهنتون د اداري چارو د تنظیم لپاره اقدام کړی دی.

سرچینې همداراز ویلي، لوړو زده‌کړو وزارت تر دې وړاندې له پوهنتون استادانو او محصلانو غوښتي وو چې د حنفي مذهب او نافذه قوانینو د پلي کېدو په اړه ژمنلیکونه لاسلیک کړي.

د سرچینې په وینا، په تېرو کلونو کې د دولتي پوهنتونونو لپاره رییسان ټاکل کېدل، خو خصوصي پوهنتونونو کې د مسوولانو د ټاکلو چارې تر دې کچې نه وې تنظیم شوې.

سرچینه زیاتوي، امکان شته چې لوړو زده‌کړو وزارت کاتب خصوصي پوهنتون هم تر خپل اداري نظارت لاندې راولي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا