سعودي عربستان د کابل د «شمع هدایت» ښوونځي چاودنه وغندله

سعودي عربستان په لوېدیځ کابل کې «شمع هدایت» خصوصي ښوونځي ته څېرمه شوې چاودنه غندلې او له زیانمنو شویو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ په یوه پیغام کې ویلي، ریاض د تاوتریخوالي، افراط‌پالنې او ترهګریزو کړنو مخالف دی او په افغانستان کې د امنیت، ثبات او ارامۍ د ټینګښت غوښتنه کوي.

دغه وزارت د پېښې ټپیانو ته د ژر روغتیا هیله هم څرګنده کړې ده.

چاودنه په لوېدیځ کابل کې «شمع هدایت» خصوصي ښوونځي ته څېرمه شوې ده.

د ټپیانو شمېر په بېلابېلو راپورونو کې متفاوت ښودل شوی؛ د ښوونځي مسوولینو لږ تر لږه د ۴۴ زده‌کوونکو د ټپي کېدو خبره کړې، خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ټپیانو شمېر شاوخوا ۲۵ تنه ښودلی دی.

د پېښې د څرنګوالي په اړه تر اوسه بشپړ معلومات نه دي خپاره شوي او مسوول چارواکي وایي، د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

د اسلامي امارت ویاند ویلي چې لاسي بم د ښوونځي دننه غورځول شوی دی.

تر اوسه هېڅ ډلې په رسمي ډول د پېښې مسوولیت نه دی منلی او د احتمالي عاملانو په اړه هم کره معلومات نه دي خپاره شوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا