سږ اوړي اروپا کې سختې ګرمۍ له ۳۰ زرو ډېرې اضافي مړینې اړولي دي

شمېرې ښيي چې روان اوړي کې په اروپا کې سختې ګرمۍ تر اوسه لږ تر لږه ۳۰ زره کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.
د «یورومومو» (EuroMomo) د مړینې څارنې سیستم د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ اټکل کړی چې یوازې د جولای له نیمایي څخه د اګست تر نیمایي پورې په اروپا کې له ۳۰ زرو ډېرې اضافي مړینې ثبت شوې دي.
«یورومومو» د مړینې شمېرې په هېوادونو کې جلا نه خپروي؛ خو د بېلابېلو هېوادونو روغتیايي ادارو په ورته موده کې لومړني معلومات خپاره کړي دي.
د فرانسې خبري اژانس د دغو معلوماتو له ارزونې وروسته ویلي، یوازې په جرمني، اتریش، بلجیم، بریتانیا، فرانسه، هالنډ، پرتګال او هسپانیه کې شاوخوا ۳۳ زره اضافي مړینې ثبت شوې دي، چې یا په مستقیم ډول له سختې ګرمۍ سره تړاو لري او یا د ګرمۍ څپو له امله رامنځته شوې بلل کېږي.

