پروان کې چاودېدونکي توکي او مخابراتي وسایل کشف شول

د پروان امنیه قوماندانۍ پولیسو د غوربند درې پر لویه لار یو شمېر چاودېدونکي توکي او مخابراتي وسایل کشف او ضبط کړي دي.

د پروان امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، په نیول شویو توکو کې د BM-1 څلور مرمۍ، ۷۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي، ۲۰ مخابرې او یوه عراده کرولا موټر شامل دي.

د یادو مهماتو او وسایلو په تړاو درې کسان نیول شوي چې د خپلو جرمونو اعتراف یې هم کړی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا