د ۱۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ګردېز ـ خوست سړک د ترمیم چارې پیل شوې

د پکتیا ټولګټو چارو ریاست مسوولین وایي، د ګردېز ـ خوست پر عمومي سړک د ۱۷ کیلومتره برخې د اساسي ترمیم چارې د ۱۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
د مسوولینو په وینا، په دې پروژه کې د ۲۵ کیلومتره استنادي دېوالونو او یوه پله جوړول هم شامل دي.
ټاکل شوې چې د پروژې ټولې چارې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.

