ارلینګ هالند له لنډو ویښتانو سره په نوې بڼه راڅرګند شو

ارلینګ هالند، چې اوږده ژېړ ویښتان یې د ظاهري بڼې له مهمو ځانګړنو څخه وو، له لنډو ویښتانو سره په نوې بڼه راڅرګند شوی او د مینه‌والو پام یې ځان ته اړولی دی.

هالند له خپل کلب منچسټر سیټي سره د نوي فصل لپاره په چمتووالي بوخت دی.

نوموړي د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام په سیالیو کې د ناروې لپاره اووه ګولونه وهلي او د سیالیو د غوره ګول‌وهونکو په نوملړ کې څلورم ځای لري.

دغه ۲۵ کلن ناروېژنی بریدګر لوبغاړی له ۲۰۱۹ کال راهیسې د خپل هېواد لپاره لوبېږي او په ۵۵ نړیوالو سیالیو کې یې ۶۲ ګولونه وهلي دي.

هالند له ۲۰۲۲ کال راهیسې د منچسټر سیټي لوبډلې غړیتوب لري او تر اوسه یې په ۱۳۲ لوبو کې ۱۱۲ ګولونه وهلي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا