د افغانستان او ایران ترمنځ د رېل له لارې د توکو لېږد زیات شوی

په کابل کې د ایران سفارت ویلي، د افغانستان او ایران ترمنځ د اوسپنې پټلۍ له لارې د توکو لېږد په میاشت کې له ۱۵ زره ټنو څخه شاوخوا ۱۳۰ زره ټنو ته لوړ شوی دی.
سفارت پر اېکسپاڼه لیکلي، د ایران د اوسپنې پټلۍ شرکت اټکل کوي چې د توکو لېږد به په راتلونکي یوه کال کې شاوخوا یو میلیون او ۵۰۰ زره ټنو ته ورسېږي.

