عایشه وهاب: امریکا دې له افغانستان سره ډیپلوماټیکې اړیکې وساتي

عایشه وهاب، افغانالاصله امریکایۍ او د امریکا د استازو جرګې غړې، وايي واشنګټن باید له افغانستان سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې وساتي او د دغه هېواد په اړه د تعامل سیاست غوره کړي.
وهاب په خبرو کې ویلي، امریکا باید له هغه حکومت سره ډیپلوماټیکې اړیکې وساتي چې په کابل کې واک ولري او د افغانستان په اړه د ډیپلوماسۍ له لارې خپلې موخې تعقیب کړي.

