کابل آسانخدمت مرکز ۳۵ زره کسانو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشلې دي

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، د روان ۱۴۰۵ کال له پیله تر اوسه د کابل ښار آسانخدمت مکروریانو مرکز ۳۵ زره ۱۹۸ هېوادوالو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشلې دي.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، مرکز په همدې موده کې ۷ زره ۳۳۴ کسانو ته له برېښنايي پېژندپاڼو وروسته خدمتونه وړاندې کړي او ۹ زره ۹۰۰ نورو هېوادوالو ته یې زېږونکارتونه هم ورکړي دي.
د مرکز عمومي مدیر وليباز خان کارګر ویلي، له دې خدمتونو سربېره، د بهرنیو چارو وزارت اړوند قونسلي چارې هم په آسانخدمت مکروریانو مرکز کې ترسره کېږي چې سږ کال تر اوسه ۷ زره ۱۵۶ کسانو ته پکې خدمتونه وړاندې شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، مرکز د نوې برېښنايي پېژندپاڼې تر وېش وروسته د تذکرې نوي کولو، مثنی تذکرې، د معلوماتو اصلاح، د ودونو او زېږونونو ثبت خدمتونه هم وړاندې کوي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په وینا، سره له دې چې مرکز ګڼ مراجعین لري، هره ورځ شاوخوا زر نارینه او ښځینه مراجعینو ته بېلابېل خدمتونه په یوه چتر کې وړاندې کوي.

